د خولی حفظ الصحه

ډاکتر معروف سیرت د غاښونو معالج چې د کابل په کچه د غاښونو یو تکړه ډاکتر دی، د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسنول د  ۰۳/۰۲/۲۰۲۰ د دوشنبې په ورځ د ماسپښین له یوې بجې تر دریو بجو یې د خولې د حفظ الصحه په باره کې ډېر ګټور معلومات وړاندې کړل، او ټول صحي پرسونل ته د توجه وړ، زړه راښکونکي او هغه څه چې د حفظ الصحه لپاره ګټور تمامېږي او د روغتیا د ساتلو لپاره ضروري وي، پرسونل ته لارې چارې وروښودلې.

ورسته له ترینیګ یې د کلینیک د غاښونو له څانګې څخه لیدنه وکړه، او په یاده څانګه کې د لاښه خدمت او پرمختګ لپاره خپل نظریات او سپارښتنې یې د غاښونو لهه ډاکتر سره شریکې کړې او هم یې د غاښونو ډاکتر ته د ناروغ سره د ښه او مناسب چلند توصیه وکړه، او په عملي ډول د یو ناروغ په غاښونو کار وکړ، تر څنګ یې د ناروغ د غاښونو یوه اکسرې هم واخسته او د غاښونو ډاکترې ته یې د اکسرې اخستلو ترینیګ ورکړ.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top