د نویو څېړنو په اساس د خوب کموالی (د ٥ ساعتونو څخه کم) او د خوب زیاتوالی(د ٩ ساعتونو څخه زیات) دواړه د زړه د حملې خطر لوړوي.
۱. پخوا به د خوب کموالی (Insomnia) د زړه د ناروغیو لپاره خطر نه ګڼل کېده؛ خو هغه څوک چې د خوب کموالی لري له ٦٩% څخه زیات یې د زړه د حملې د پېښېدو له خطر سره مخ دي.
۲. دغه خطر په هغو کسانو کې لوړ وو چې له ٥ ساعتونو څخه کم خوب یې درلود نسبت هغو کسانو ته چې د شپې ۷ یا ۸ ساعته ویده کېدل.
۳. همدارنګه د هغو دوو ډلو د پایلو ترمنځ کوم خاص توپیر ندی لیدل شوی چې د ۵ ساعتونو څخه کم یا له ۹ ساعتونو څخه زیات خوب یې درلود.
د خوب کموالی (Insomnia) څه ته وایي؟
انزومنیا د خوب د تشوشاتو یو ډول دی چی د لاندې اعراضو په شتون سره تشخیص کېږي:
۱. د خوب ځای ته په تللو سره د خوب نه ورتګ؛
۲. د خوب په جریان کې له خوب څخه څو څو ځلې وېښیدل؛
۳. د شپې په آخر کې د ۷ یا ۸ ساعته خوب د پوره کېدو څخه پرته ویښېدل او بیا د خوب نه ورتلل.
پایله: د خوب کموالی د زړه د حملې لپاره یو تغیر منونکی خطر ګڼل کېږي. خلک باید وهڅول شي (له دې سره سره چې د وینې لوړ فشار، شکر، وزن او د وینې کولسټرول کنټرول کړي) باید د شپې په جریان کې د ۷ یا ۸ ساعتونو ترمنځ خوب وکړي څو د زړه په ناروغیو د اخته کېدو له خطر څخه وژغورل شي.
داکتر محمد الیاس وردک
د څېړنې لېنک: https://onlinelibrary.wiley.com/doi/10.1002/clc.23984