سمیرا رسولي د رحمت الله لور د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د دهحیات کلي اصلي اوسېدونکې ده. په ۱۳۹۰ لمریز کال له (کمک به معارف نمبر ۲) عالي لېسې نه فارغه شوې او په ۱۳۹۲ لمریز کال یې د رازي پوهنتون له عالي نرسېنګ څانګې څخه د لېسانس سند ترلاسه کړی دی. د کمپیوټر او انګلیسي ژبې یو کلنه دوره یې په تبحر تعلیمي مرکز کې بشپړه کرې ده.
له ۱۳۹۵ نه تر ۱۳۹۷ کاله پورې یې په بهزاد خصوصي عالي لېسه کې د استادۍ سپېڅلې دنده تر سره کړې او له دې وروسته یې په ۱۳۹۷ لمریز کال په دیوانبیګي کلینیک کې د خوارځواکۍ د مسوولې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
د خوارځواکۍ ناروغي په افغانستان کې له ډېرو خطرناکو ناروغیو څخه ده، چې په میلیونونه ماشومان او امېندواره مېرمنې ورسره لاس و ګرېوان دي او موږ ستاسې د هر ناروغ د مراقبت او جدي درملنې لپاره په بشپړه توګه ژمن یو.
موږ د خوارځواکۍ په برخه کې لاندې روغتیایي خدمتونه تر سره کوو:
- د خوارځواکو ماشومانو او امېندوارو میندو معاینه کول
- د خوارځواکۍ په پروګرام کې د خوارځواکو ماشومانو او امېندوارو میندو راجسترول
- د خوارځواکو ماشومانو او امېندوارو میندو منظمه درملنه او څارنه
- خوارځواکو ماشومانو او امېندوارو میندو ته د منظمو دواګانو او خوارکي توکو وړیا وېش
- د خوارځواکۍ په برخه کې کورنیو ته منظمې روغتیایي مشورې ورکول
کاري وخت: له شنبې نه تر پنجشنبې پورې، د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۶ بجو پورې.