د خوارځواکۍ(سوتغذي) پروژه په ديوان بيګی کلينک کې

خوارځواکي چې په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو لپاره ډېره خطرناکه ناروغي ده. په هر کال کې په زرګونو ميندې او ماشومان خپل خو‌‌ږ ژوند د دې ناروغي په نتیجه کې له لاسه ورکوي، ديوان بيګی کلينک د دې خطرناکي ناروغي د مخنيوي په خاطر خپلې روغتيايي هڅي د خپلو درنو هيواد والو څخه نه سپموي او خپلو درنو هيوادوالو ته هميشه روغتيايي چوپړتياوی برابروي او وړاندي کوي. په روغتيايي برخه کې خپلې نه ستړي کيدونکي هڅې جاري ساتي او د خپلو درنو او عزتمندو هيواد والو لپاره په مختلفو روغتيايي برخو کې خپلې مرستې کوي.
چې د دې مرستو په لړ کي د خوارځواکي(Malnutrition) پروژه چي په 1/4/2019 نېټه په ديوان بيګی کلينک کې پيل شوي ده. د هغه ميندو چې په خوارځواکۍ آخته وي شيدي ورکوي او که حامله وي او يا هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ آخته وي د دې پروژي لخوا ورته مواد توضيح کيږي.
خوارځواکي د وقايي يا مخنيوي لپاره لازم تدابير:
داسې مکملو خوراکي موادو ته چې دمور او ماشوم د وجود اړتياوی پوره کړي لاسرسي، په چاپېريال کي د نظافت رعايت، په خپل وخت باندې د روغتيا څارنه او د روغتيا او نظافت په هکله د ولسونو د پوهي د کچې لوړوالي، د ژوند په لومړيو شپږو مياشتو کې د مور په شيدو باندې د ماشومانو تغذيه، پس له شپږو مياشتو بيا تر دوه کلني پورې د مور د شيدو تر څنګ ماشوم ته د نورو کومکي خوراکي توکو ورکول هغه څه دي چي کولاي شي په ماشومانو کې دخوارځواکۍ ستونزه کمه او د منځه يوسي.
په افغانستان کې داسې ميندې او ماشومان ډېر شته چې داسې مرستو ته اړتيا لري نو د ګرانو هيواد والو څخه چي په شرايطو برابر وي هيله کيږي چې د ديوان بيګی کلينک ته مراجعه وکړي.

Scroll to Top