د تور زېړې واکسین (Hepatitis-B Vaccine)

اوس تاسو کولای شئ چې په دیوانبیګي کلینیک کې د تور زېړي ( (Hepatitis-Bواکسین په 100 افغانۍ تطبیق کړئ.

د تور زیړي ویروس د زیاتیدو په حالت کې دی، نو تاسو باید له دغه ویروسي ناروغی څخه خپل ځان او کورنۍ وژغورئ. خصوصاً هغه کورنۍ چې کوم غړي یې په دغه ویروسي ناروغۍ اخته وي، کورنۍ نورو ټولو غړیو ته اړینه ده، چې د تور زېړي واکسین تطبیق کړي.

د انتقال لارې:

  • د مشترکو ستنو له لارې
  • د جنسي اړیکو له لارې
  • د زخمونو له لارې
  • د غاښونو ډاکترانو د ګډو طبي سامان آلاتو له لارې او داسې نور

د تطبیق طریقه

اول باید د تور زېړي معاینات ترسره شي که چیرې یې معاینات منفي وي واکسین تطبیق کولای شی. که چېرې معاینات مثبت وي واکسین نشئ تطبیق کولای. ماشومانو ته ۰.۵ میلي لیتر او لویانو ته ۱ ملي لیتر ورکول کیږی.

دغه واکسین د پنځو کلونو لپاره معافیت تشکیلوي، وروسته باید له سره تکرار شي.

لومړۍ دوره په اول وخت کې
دوهمه دوره یوه میاشت وروسته
درېیمه دوره شپږ میاشتې وروسته
Scroll to Top