د اکسیجن کرایي ماشینونو خبرتیا!

اکسیجن د ژوند کولو مهمه او اړینه ماده ده او د اکسیجن پرته هیڅ ژوی ژوند نشي کولی. دا چې په کرونا وېروس ډېر شمېر اخته کسان اکسیجن ته اړتیا پیدا کوي او د اکسیجن پرته ژوند ستونزمن دی. دغه ناروغان نشي کولی د اکسیجن پرته د دې وایروس پر وړاندې مقاومت وکړي.

 ټول متخصص ډاکتران او نور روغتیا پوهان په دې عقیده دي، چې اکسیجن اخیستل د کرونا په ناروغۍ کې یو جدي امر دی. که غواړئ په کرونا اخته کسانو ته په کافي اندازه اکسیجن په اختیار کې ولرئ. تاسو کولی شئ د اکسیجن ماشینونو د ترلاسه کولو په موخه دیوان بیګي کلینیک ته مراجعه وکړئ.

همدارنګه د کرونا زیاتره ناروغان د وینې اکسیجن د مخفي کمبود له کبله مړه کیږي، نو ځکه اړتیا ده ترڅو د کرونا ناروغانو د وینې اکسیجن وخت پر وخت معلوم کړای شي د دې لپاره تاسو باید د Pulse oximeter په نوم آله په اختیار کې ولرئ. دغه آله د انسان په وینه کې د اکسیجن فیصدي او د زړه ضربان معلوموي.

 ښه خبر دا دی چې اوس په دیوان بیګي کلینیک کې ۳ د اکسیجن ماشینونه، چې په یوه دقیقه کې ۵ لېتره اکسیجن تولیدوي، د اکسیجن فیصدي او د زړه ضربان معلومولو آلې موجود دي.

ګران هېوادوال کولی شي له شنبې نه تر پنجشنبې د سهار له ۸ بجو د ماښام تر ۷ بجو دغه کرایي ماشینونه او آلې په مناسبه بیه تر لاسه کړي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top