د سیمینار ځای: کلینیک دېوان بېګي
تشریح کوونکی: مقبل محمدي
تاریخ: ۲۸-۰۵-۲۰۲۲
ګډونکوونکو تعداد: ۸ زنانه ۴ مردانه
او آر اس د کانګو یا حادو نس ناستو له امله د ضایع شوو مایعاتو او الکترولیتونو را ګرځولونکې خوراکي مالګه.
د درملو شکل: خوارکي پودر د نړیوال روغتیایي سازمان د فورمول مطابق، په معمول دول سودیم کلوراید2.60ګرامه, پوتاشیم کلوراید ۱.۵۰ګرامه،ترای سودیم ستریت۹۰ /۲ګرامه، ګلوکوز ۱۳.۵۰ ګرامه.
استعمال: د خفیفو تر حادو متوسطو نس ناستو درملنه او وقایه.
تي رودونکو ماشومانو ته یوه پوړۍ په یو لېتر سړو جوش شوو اوبو کې( هغه معدنې اوبه چې په بازار کې شته نه وي د ۲۴ ساعتو په اوږدو کې په تدریج او رضایت سره، نه په جبر وڅښل شي.
د او آر اس اندازه د ناروغ د تندې په شدت او احساس پورې تړاو لري هغه ماشومان چې کانګې هم لري، باید په تدریج او د وخت په تېرېدو سره ور کړل شي.
د درملو په څښلو کې هر ډول جبر د کانګو د زیاتېدو سبب ګرځېدای شي.
باید په ۲۴ ساعتو کې ترې استفاده وشي، که پاتې شول بیا د استفادې وړ نه دي.