تکمیل کوونکی: ډاکتر محمد آصف نجیب د ماشومانو د داخلې ناروغیو متخصص
نېټه: 15-10-2020
ځای: د دیوان بیګی روغتیایی کلینیک د چهارشنبې ورځ د ماسپښین 2 بجې
پورتینۍ موضوع په پورته نېټه او موقیعت کې د ډاکتر آصف نجیب لخوا ګډون کوونکو ته چې تعداد (10) تنو ته رسېدو تشریح شو.
په نوموړې موضوع کې د اندوکراین سیستم فصل اول تشریح شو او همدا رنګه د مهمو هورمونونو، د هغو د افراز منشه، وظیفه او تاثیر یې په بدن کې په مکمل ډول تشریح شو.
په ذکر شوی ترنینګ کې مختلیف ډول میتودونه وکارول شول.
لکه: لمړی د ګډون کوونکو سره عمومي معرفت، د لکچر میتود ، او د سوال او ځواب میتود، ګډون کوونکو ته د پوښتنو وخت او همدا رنګه په آخر کې عمومي ارزیابي او تشویق چې په ورستیو کې د ټولو ګډون کوونکو د خوښې سبب وګرځېد. د ترینیګ ورکوونکي لنډه پیژندنه: محمد آصف نجیب د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شنیز د درې د سالارو کلي اصلي اوسیدونکی او اوسمهال د کابل ولایت د پینځمې ناحیې په آبرساني کې ژوند کوي.