تاریخ: 10 جولای، 2018
درنو اوریدونکو د افغانستان د روغتیایي خدماتو په هلکه ویل کیږی، چی په ټولیزه توګه ډیر ناخوال دی، خصوصا په ولایتونو او اطرافي سیمو کې تقریبا په نشت حسابیږی. دغی ستونځې ته د افغانیک د ټولنې مسئوول ډاکتر یحیی وردک زما همکار عبدالباری حکیم سره په مرکه کې ګوته ونیوله. هغه د دی وضعیت سره د مرستې لپاره هغه د یو پروګرام د پیل څخه خبره وکړه، چې د آلمان د اقتصادی همکاریو او پرمختګ وزارت او کلینیک پارتنرشفت لخوا پیل کیږی، راځئ چې بشپړی مرکې ته غوږ شو.
عبدالباری حکیم: ډاکتر صاحب په دې وروستيو وختو کې تاسو د آلمان د روغتيايي خدماتو د پروګرام چې په آلماني ژبه ورته (کلينيک پارتنرشفت) وايي د افغانستان روغتيايي سکتور ته مو پام اړولي دا څه ډول یو پروګرام دي ؟
ډاکتر يحيي وردګ : دا پروګرام په افغانستان کې د کلينيکونو، روغتونونو او په آلمان کې د روغتونو او کلينيکونو تر منځ يو ګډ پرګرام دي. چې د دغه په چوکات کې آلماني ډاکتران ځي افغانستان ته او د افغانستان نه افغاني ډاکتران او صحي پرسونل آلمان ته راځي. دوي په ګډه توګه د افغانستان د صحي خدمتونو مشکلات او چلنجونه ارزيابي کوي او د هغوي لپاره د حل لارې چارې په ګډه توګه لټوي او بيا يي عملي کوي. دغه پروګرام د آلمان د اقتصادي همکاريو او پرمختګ وزارت له خوا او د يو بل فونډيشن له خوا پر مخ ځي.
عبدالباری حکیم: تاسو ډير وخت په افغانستان کې تير کړی ده او د افغانستان روغتايي وضعت هم درته معلوم ده. په کومو برخو کې تاسو ډير زيات په افغانستان کې په روغتايي خدماتو کې کمبود ويني؟
ډاکتر يحيي وردګ : په روغتايي خدمتونو کې کمبودونه زښته زيات دي. يو مسئله خو دغه ده چې د افغانستان په ولايتونو کې بيخي صحي خدمات په نشت حساب دی، ډير کم دي په هغه لويو ښارونو کي لکه کابل کې تر پخوانيو کالونو فعلا صحي خدمات موجود دی، خو د دغو صحي خدماتو کيفيت ښه نه دي. بلکې خراب دي. دغه صحي خدمتونه د دې د پاره نه دي جوړ شوي چې د افغانستان د خلکو صحي مشکلات حل کړي.
په افغانستان کې د پخوا په شان وړي معاينه خاني شته دي، چې وروسته له څلورو بجو مريضان هلته ورځي له شلو تر سلو مريضان ګوري او يا ډير تخصصي شفاخاني شته دي. د دوي تر مابين بايد داسي کلينيکونه جوړ شي، چې په دوامداره توګه د مريضانو مراقبت وکولي شي، مريضانو ته خدمت وکولاي شي، چې موږ په دغسي يو ماډل د کلونو راهسي کار کوو.
عبدالباری حکیم: په مشخصه توګه که تاسې راته وواياست چې دغه پروګرام چې د (کلينيک پارتنرشفت) د آلمان د مؤسسې دغه پروګرام چې اوس په افغانستان کې پيل شوي دي او تاسې ورسره نيږدي همکاري کوي، په کومو برخو کې د افغانستان سره مرسته کوي ؟
ډاکتر يحيي وردګ: په غرب د کابل کې يو کوچنئ کلينيک يا پولي کلينيک جوړ شوي دي. چې موږ د دغه کلينيک سره په چوکات د همدغه پروګرام کې همکاري لرو. يو کال راهسي پنځه-شپږ د آلمان او د سويډن نه ډاکتران هلته تللي دي. هلته دوي وضع يي ارزيابي کړی ده، چې زموږ ډاکتر د مريض سره څه ډول رويه کوي او لابراتوار يي ارزيابي کيږي، درملتون يي ارزيابي کيږي، دوا يي ارزيابي کيږي. دغه ټول شيان ارزيابي کيږي. بيا د همدغه په اساس دوي ته رهنمايي ورکول کيږي. دوي ته ترېننګ ورکول کيږي.
تيره اوني زه خپله افغانستان کې وم. د ما سره يو متخصص آلماني ډاکتر او بل يو متخصص د فارمسي هلته تللي وو. موږ يوه هفته په دغه کلينيک کې تيره کړه او هغه مو ارزيابي کړ. په مشخصه توګه مو هم ترېننګ ورکړ. ډاکترانو ته او نور سټف ته او هم مو د هغه سيستم د لا ښه والي لپاره د خدماتو د لا ښه کولو د پاره رهنمايي وکړی.
په دغه چوکات کې په کابل کې يو بل روغتون شته دي. چې په نامه د (ارينا سليمي) نوميږي. هغو سره هم د يو بل روغتون د خوا نه همکاري کيږي.
عبدالباری حکیم: زما وروستۍ پوښتنه دا ده، چې ډاکتر صاحب تاسې ته به بهتره معلومه وي، چې د افغانستان د روغتيايي خدماتو عرضه ډيره ناخواله وضعيت لري. وخت ناوخت موږ ته ګزارشونه رارسيږي، د افغانستان دغه مهم او حياتي سکتور تقريبا تجارجتي شوي ده. دا په دې معني چې شتمن خلک کولاي شي، چې په پرمختللو کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو کې ځانونه تداوي کړي او درمنله وکړي. خو عام خلک او بي وزله خلک داسي درملنو ته لاسرسي نلري. آيا دغه پروګرام چې د آلمان د دغه کلينيک له خوا په پام کي نيول شوي ده. آیا دغه امکانات برابروي چې عامو خلکو او بي وزله خلکو ته هم دغه مرستي ورسیږی؟
ډاکتر يحيي وردګ : تاسې ډيري مهمې مسئلې ته اشاره وکړه. واقعا هم دا يوه لويه ستونځه ده. په افغانستان کې خصوصا په کابل کې هم دغه شته ده. دغه کلينيک د ديوانبيګي چې جوړ شوي دی. دغه په ديوانبيګي په غرب د کابل کې په يو ډيره غريبه سيمه کي جوړ شوی دی. د ابتدا څخه دغه مسئلې ته توجه شوي ده. بل دا چې په دغه سيمه کې د پغمان، د لوګر، د غزني او د وردګو ولايت هغه داخلي مهاجرين دلته ميشت دي چې دغه نسبتا بي وزله خلک دي. او هغوي ته ډير نيږدي جوړ شوي دي او د دوي هغه یو اندک فيس هم ډير کم دي. نو دغه مسايل په نظر کې نيول شوي دي. او بل دا چې موږ دغه کلينيک سټف، ډاکتر، نرس، قابله او واکسناتور ته ترېننګ ورکوو، په هغو باندي کار کوو. دا به په همغه کلينيک کې پاتي کيږی، همدغي سيمي دغه غريبو ته به کار او روغتايي خدمت کوی. داسي نه ده، چې موږ په يوه هوتل کې د مختلفو ځايو نه خلک راغونډ کړو، هغه بيرته ولاړ شي. دا يعني (on the job) تريننګ دي. په دې معني چې دوی موږ په همغه خپل کار کې موږ ګورو چې څه شي ښه کوي، هغه تشويقوو. کوم شي چې سل په سلو ښه نه دي، او يا کيداي شي چې بل رقم يي وکړي. يا موږ په المان کې چې دغه کارونه او صحي خدمات بل رقم وړاندي کيږي. موږ هماغه رهنمايي کوو. چې دا به د کلينيک د خدمتونو په کيفيت کې يو ډير مثبت رول ولوبوي، په آينده کې کيداي شي موږ د نورو کلينيکونو سره هم دغه همکاري ولرو او يا نور کلينکونه د هغه موډلونو څخه د هغه ښه کارونو څخه چې په دغه کلينيک کې عملي شوي دي هم استفاده وکړي.
عبدالباری حکیم: ډاکتر صاحب ستاسي د معلوماتو او يادونو يوه نړي مننه.