د افغانستان د روغتیایي سیستم په اړه له ډاکټر یحیی وردک سره د آشنا تلویزیون مرکه

د افغانستان د روغتیایي سیستم په اړه له ډاکټر یحیی وردک سره د آشنا تلویزیون مرکه

د افغانستان د روغتیا په ملي پالیسۍ کې د لومړنیو صحي خدماتو رسولو لپاره ټینګه ژمنه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت په دې پالیسۍ کې د بشري او مالي منابعو په تنظیم او انسجام تمرکز کړی دی، ترڅو صحي خدمات عرضه شي، پراخه ناامني، پراخ فقر د صحی کارکونکو په ځانګړې توګه د ښځو کموالی، محدودې او بې اعتباره منابع، د صحي خدماتو ترسره کولو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.

د عامې روغتیا متخصصین پر دې باور دي، چې طبي کارکوونکي باید د صحي خدماتو په عرضه کولو کې ډېر کار وکړي. د دې بحث لپاره مو په جرمني کې ډاکټر یحیی وردګ صاحب ته بلنه ورکړې، چی د سکایپ له لارې به له موږ سره  خپلې ځينې تجربې، چې په افغانستان کې یې د خدماتو په برخه کار کړی، شریکې کړي.

ډاکټر صاحب ستړي مشئ او لنډه پوښتنه دا هم کوم، چې تاسو د افغانستان ډېرو ولایتونو ته سفرونه وکړل او خصوصا په طبی برخو کې تاسو مرستې کړي دي، ستاسو ارزونه څه ده، چې ولې په افغانستان کې په عمومي ډول عامه روغتیایي خدمات په منظم ډول خلکو ته نه رسېږي؟

یحیی وردک: په لومړي سر کې آشنا صاحب او د آشنا تلویزیون محترمو لیدونکو ته سلامونه وړاندې کوم.

آشنا تلویزیون: وعلیکم.

یحیی وردک: د افغانستان د روغتیا بد حالت مختلف علتونه لري، چې دا کولای شو په دوه کټګوریو تقسیم کړو، یو عمومي علتونه دي، چې د صحي سیستم څخه خارج دي او بل په داخل د  صحي سیستم کې دي.

عمومي علتونه یې لکه چې ټول پوهیږي او وینې؛ افغانسان یو ډېر غریب هېواد دی، دېرش-څلوېښت کاله په جنګ کې و. اوس هم هره ورځ جنګ روان دی، په افغانستان ډېر خلک له یو ځای نه بل ځای ته ځي، مثلا د کلیو نه ښارونو ته راځي او یا له بهر نه او یو ځای نه بل ځای ته ځي، چې دا ټول پر روغتیایي سیستم باندې خپل اثرات لري. را به شو دویمې کټګورۍ ته چې هغه د افغانستان د صحي سیستم داخل کې دي. یو خو له جنګ نه مخکې د افغانستان صحي سیستم اساس او تهداب په ښه ډول نه دی اېښودل شوی، بیا هغه موسسات چې یو څه جوړ شوي وو، هغه هم په دې جګړو کې خراب شول او دا پنځلس کاله هم چې افغانستان ته ډېر کمکونه راغلل او څه اندازه پیشرفت او ښېګڼې شوې دي، خو دغه کارونه او ښېګڼې هم په اساسي توګه ندي شوي.

د مثال په ډول په صحي برخه کې چې نړیواله ټولنه د افغانستان حکومت ته پیسې ورکوي، دا پیسې عامې روغتیا وزارت ته ځي، له بده مرغه چې عامې روغتیا وزارت په خپله یو جامع پلان نه درلود، او خپله یې دغه صحي خدمات نشو وړاندې کولای او پیسې یې هم نشوای مصرفولای.

دوی له ځینو موسسو او انجیوګانو سره قراردادونه کړي وو او دا پیسې یې هغوی ته ورکولې، اوس یې هم ورکوي چې هغوی بیا یو څه صحي خدمات په ټول افغانستان کې عرضه کول او عرضه کوي یې.

آشنا تلویزیون: که مشخص یی کړئ ډاکتر صاحب څه باید وشي چې د عامه طبي خدماتو په اړه باندې په ټوله ټولنه کې آګاهي زیاته شي او څوک باید د دې کار مسوولیت واخلي؟

یحیی وردک: روغتیایي عامه پوهاوی،خو له فامیل نه شروع کېږي یعنې له مور او پلار نه بیا په ښونځیو کې بیا همداسې په پوهنتونونو کې او تاسو میډیا هم په دې کې برخه اخیستی شئ. راغلو د صحی سیستم لپاره، اول موږ باید ښه تکړه ډاکتران او نور صحي طبي پرسونل ولرو. زموږ یو مشکل دا دی چې موږ له بده مرغه د افغانستان د نفوسو په پرتله د ډاکټرانو شمېر ډېر کم دی، یعنې که احصایې وګورئ لس زرو نفرو ته ځینې احصایې وایي چې دوه ډاکټران، ځینې وایي چې څلور ډاکټران دي، حال دا چې په نورو هېوادونو مثلاً زموږ همسایه هېوادونو کې دغه شمېر دوه چنده، درې چنده او په پېشرفته ممالکو کې خو زښته زیات طبي کارکونکي شته، چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي. بل دا چې د کیفیت له پلوه هم متاسفانه- متاسفانه زموږ ډاکټران او صحي پرسونل ښه نه روزل کېږي. ما خپله په طب پوهنځیو کې لیدلي دي چې دوی شل-دېرش کلن پخواني چپټر نوټونه  ویني او هغه لولي او په میخانیکي توګه له هغو نه امتحان ورکوي، چې سویه یې زښته ټیټه ده.

آشنا تلویزیون: هغې برخې ته ډاکټر صیب راځم، زه غواړم د افغانستان د اطرافو په اړه یو څه ستاسې نظر واخلو چی ورغلي وئ، حتا د ډېرو ابتدایي طبي خدماتو نه هم اطرافي سیمې بیخي محرومې دي او خدماتو ته شدیده اړتیا لري، په دې اړه باندې تاسو څه نظر لرئ چې څه باید وشي خصوصا عاجل؟

یحیی وردک: په عمومي توګه د افغانستان په ټولو برخو کې چې ما ولیدل اطرافو ته توجه کمه ده او کمکونه کم رسیږي. ما خپله مثلا د ګوشتې په ولسوالۍ کې ولیدل چې هلته یو صحي کلینیک تر یوې اندازې پورې جوړېده، خو کلونه راهیسې دوی یوې نسایي-ولادي ډاکترې ته ضرورت لاره او هلته یي امکانات هم شته، خو دوی هغه ډاکټره هلته تر اوسه نه ده پیدا کړې، نو وینو چې هلته د صحي کارکوونکو کمبودیت شته دی خصوصا په اطراف سیمو کې.

آشنا تلویزیون: ما غوښتل چې ستاسو ځینې عکسونه خصوصا د هغو کتابونو چې تاسې ذکر کړل چې مطرح وو، هغه خپاره شي خو ځینې تخنیکي ستونزې پیدا کیږي چې ونشو، خو په هر صورت یوه بله پوښتنه هغه دا چې ډاکتر صاحب تاسو  د طبي همکاریو ترڅنګ چې په افغانستان کې مو په ځینو برخو کې کړې دي، نور کمکونه هم تاسې کړیدي، عامو خلکو او خیریه مؤسسو ته ستاسو مشوره څه ده، ځینې وخت داسې کمکونه کېږي چې خلک وایي دې ته زموږ اړتیا نشته، یعنې د منطقې یا د خلکو له غوښتنې سره سم څه ډول کمکونه باید وشي؟

یحیی وردک: هر کمک، پروژه او خدمت چې شروع کېږي، اول باید په همغه ځای کې یوه ارزیابي وشي چې د دې سیمې خلک په کومو برخو کې مشکلات لري او له خلکو پوښتنه وشي، بیا دې د ارزیابۍ پر اساس یوه پروژه، یو کار او  یو خدمت شروع شي، یا پرې  کار وشي.

لکه ما خپله اووه-اته کاله مخکې د چپټرونو او د کتابونو مشکل ولید، بیا مې همدغه کار شروع کړ، ما په خارج کې کومه پروژه ډیزاین نکړه، چې ولاړ شم په افغانستان کې یې تطبیق کړم، دا یوه خبره ده، بله خبره دا ده چې مؤسسې  او خلک باید چې یو کار، خدمت او پروژه شروع کوي، له ابتدا نه باید په دې فکر کې واوسي چې دغه زما پروژه یا کار خو یو د موقت او معین وخت لپاره دی، او کمک یو وخت قطع کېدای شي او دا هم کېدای شي چې په یو وخت کې له موږ سره، له افغانستان سره یا له یوې سیمې سره یا له یوې برخې سره کمک نه کېږي، نو دا خلک څه رقم باید دغه خدمت ترلاسه کړي. متاسفانه-متاسفانه د افغانستان په ډېرو برخو کې دغه شی په نظر کې نه دي نیول شوي. ما د صحت عامه پیسې یادې کړې، تاسو اوس وګورئ که دغه نړیوالې مرستې پر عامه روغتیا باندې قطع شي، زموږ اکثریت دولتي عام روغتونونه او خدمات له یو لوی چلنج سره مخامخ دي. زما په نظر زموږ د عامې روغتیا سیستم په خپله داسې یو ناروغ دی چې په بستر کې پروت دی.

آشنا تلویزیون: نو څه باید وشي، یعنې دویم پلان باید څه وي، کمکونه خو خامخا کمېږي، ځکه چې د افغانستان دولت رسمي وایي چې داسې پړاو کې دی چې غواړي په خپل اقتصاد متکي شي او خپله بودیجه غواړي زیاته کړي، خپل عواید زیاد کړي، د کورنيو عوایدو په ذریعه دا کمکونه ورسوي، که مثلا دا دواړه برخې کمې وي پلان څه شی دی، څه مشوره لرئ، کوم آپشن یا اختیار شته چې بیا هغه سړی تعقیب کړي؟

یحیی وردک: آپشنونه، نظریات، نړیوالې تجربې شته دي، وګورئ یوه مسئله د بیمې ده، چې په بیمه باندې باید کار وشي، بله مسئله  دا ده چی په افغانستان کې ورځ په ورځ شخصي معاینه خانې، شخصي روغتونونه زیاتېږي، د هغوی او دولتي روغتونونو ترمنځ هېڅ نوع داسې همکاري یا ګډ کار نشته او دغه دولتي صحي خدمات هم هسې په نامه وړیا دي، په حقیقت کې وړیا ندي. زما په نظر باید یو صحیح ارزیابي وشي او د دغه ارزیابۍ پر اساس باندې موږ کولی شو بیړنۍ مرسته وکړو، خو د افغانستان نورې برخې او صحت عامه یو طویل المدت پلان ته هم ضرورت لري، ځکه چې له یوې خوا نه کمکونه قطع کېږي، له بلی خوا نه شاید یو لس کاله بعد تقریبا پنځوس میلیونه نفوس په افغانستان کې شتون ولري. خدای دې یې لري هر افغاني فامیل پنځه- شپږ اولادونه لري، چې زموږ معارف، تحصیلات او صحت عامه هېڅ نوع دغه فکر نلري، وخت تېرېږي او موږ باید مخکې له مخکې راتلونکو چلنجونو، پرابلمونو او مسایلو ته فعلا کار وکړو یعنې دغه مسایل بیړني نه حل کېږي.

آشنا تلویزیون: بلکل ستاسې مشوره واخیستل شوه، ستاسې تاکید دا دی چې یوه لویه هماهنګي باید واوسي که هغه شخصي کلینیکونه دي که شخصي شفاخانې دي، یا که دولتي ادارې دي، ټول په هماهنګۍ سره په هره برخه کې خصوصاً د صحت برخو کې ضرورت دی، همکارۍ باید زیاتې شي.

کور ودان داکتر صاحب یحیی وردک، ډېره مهرباني له وخت نه مو او دا چې په ژوندۍ بڼه مو خپلې ځینې تجربې او خپل نظرونه شریک کړل، مننه  له تاسو نه.

یحیی ورک: مننه تاسو نه هم.

تاریخ: 7 جنوری 2018

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Scroll to Top