محل برگزاری سیمینار:کلینیک سراپا دیوانبیگی
تعداد اشتراک کنندہ گان : 6 ذکور و13 اناث
ارایہ کننده :محمد یونس “جلالي”
تاریخ :2022/5/15،14
ادرار عبارت دهغه مایع څخه دی چې تقریبا ۹۵فیصده یې اوبه تشکیلوی او پاتې برخه یې د میتابولیزم په نتیجه کې تولید شوی عضوی او غیر عضوی مواد لکه : یوریا، کریاتنین، یوریک اسید او ځینې ایونونه تشکیلوی
د ادرار د نمونې اخیستلو طریقه:
- د ادرار لومړنئ برخه
- د ادرار منځنئ برخه
- د ادرار اخرنئ برخه
- سهار په وږی نس د ادرار اخستل
د ادرار د صحیح نتیجې لپاره د نمونې د جمع کولو په وخت کې باید لاندې لازمي لارښوونې په نظر کې ونیول شي:
- لومړئ خپل لاسونه صفا و مینځئ
- د تناسلي غړو خارجي سطحي د رقیق شوی صابوني محلول پواسطه ښه و مینځئ باید له ضد عفوني موادو څخه ګټه واخستل شي
- په شروع کې یو کم مقدار ادرار خارج کړئ
- منځنئ برخه د ادرار په یو پاک، وچ او پراخه خوله لرونکې بوتل کې واچئ
- د ادرار هره نمونه باید تازه واخستل شې
د ادرار معاینه لاندې برخې لري:
- فزیکي معاینه (منظره، رنګ، حجم، ph او بوی)
- کیمیاوی معاینه (پروټین، شکر، بیلروبین، وینه، کیتون باډي…)
- مایکروسکوپیکې معاینه (Pus Cell، RBC، Ep-Cell، کاسټونه، باکتریاوی او سپرمونه