د کرونا ناروغۍ ضد واکسینونو په اړه ځینې اړین معلومات

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ، د  کوویډ – 19 خطرناک وېروس لاهم د ودې په حال کې دی نو د صحتمند پاتې کېدو یا ستاسو د  معافیت لوړولو په پار د کرونا وېروس ضد واکسین پلي کول اړین دي.

د کووېډ – 19 واکسینونه هغه واکسینونه دي چې د کووېډ – 19 ناروغۍ پر وړاندې د ترلاسه شوي معافیت د رامنځته کولو په هدف جوړ شوي دي.

کووېډ – 19 یوه خطرناکه او لاعلاجه ناروغي ده چې هېڅ درمل نلري او د دې وېروس د پرزولو لپاره یوازینۍ حل لار د کرونا ضد واکسین عملي کول دي.

کله چې په نړۍ کې د کرونا وېروس نښې څرګندې شوې او د نړۍ ځواکمن هېوادونه اړ شول چې د دې وېروس سره د مبارزې لپاره د ککووېډ – 19 ضد واکسین رامنځته کړي نو د 2021 کال د جنوري په پیل کې په ټولیزه توګه 17  ډوله د کرونا وېروس ضد واکسینونه د عامه استعمال لپاره جوړ شول چې په دې واکسینونو کې 2 ډوله RNA یا mRNA واکسینونه دي چې هریو یې: ( Pfizerاو  Moderna) ، 8 ډوله غیر فعال واکسینونه (Inactivated Vaccine) دي لکه : Sinopharm, CoronaVac, Kovaxin, KovIran Barkat, KoviVak, Minhai-Kangtai, QazVac, WIBP-CorV) ) ، 5 ډوله ناقل وېروسی (Viral Vector Vaccine) واکسینونه لکه

( جانسن او جانسن، سپوتنی V، سپونیک لایټ، کنویډیکیا او استرازینکا-آکسفورد او 2 ډوله پیپټایډ (Peptide) واکسینونه: چې هریو يې EpiVacCorona) او RBD-Dimer)  

په نړۍ کې د ذکر شویو 17 ډوله واکسینونو له جملې څخه 5 ډوله واکسینونه لکه استرازنیکا لندن اکسفورډ پوهنتون، مدرنا امریکایی، فایزر امریکايي، جانسن امریکایي او ساینو فارم چینایي واکسینونه په افغانستان کې تثبیت او تطبیق شوي دي خو اوس مهال موږ په افغانستان  کې دوه ډوله واکسینونه لرو چې د دې ناروغۍ له پيل څخه تر اوسه پورې یې د نورو واکسینونو په پرتله ښه نتیجه ورکړې ده؛ چې یو یې د جانسن واکسین په نوم یادېږي. دغه واکسین یو ځل په کیڼ یا چپ لاس او عضله  کې د 0.5  ملي لېترو په اندازه  په یو مشخص نقطه کې تطبیق کېږي او بل یې د سینوفارم یا ساینوفارم په نوم یادېږي چې په چین کې جوړ شوی او د 0.5  ملي لیترو په اندازه  دوه ډوزه د هر شخص لپاره تطبیق کېدای شي چې دوهم ډوز یې د لومړي ډوز څخه 4 اونۍ وروسته ورکول کېږي.

دا واکسین د هغه چا لپاره دی  چې د زړه سپرېنګ یې تېر کړی وي،  په ښي لاس عضله په  خاصه نقطه یاد واکسینونه توصیه شوي دي.

هر یو یاد شوی واکسین چې یو ځل تطبیق شي، د یو کال لپاره د واکسین شوي کس معافیت زیاتوي او ساتي یې خو که څوک په ډېره ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي لکه طبي کارکوونکي او داسې نور؛ نو بیا کولای شي چې په شپږو میاشتو کې خپل واکسین د بیا ځل لپاره نوی کړي.

څوک باید واکسین  شي؟

د کووېډ – 19 واکسین د 18 کالو څخه پورته میرمنو او نارینه وو لپاره مناسب او ګټور دی.

هر څوک چې د شکر ، فشار، ساه لنډۍ مشکل، د سږو ناروغۍ، او همدارنګه د ګردو او یا هم د معدې ناروغي ولري نو په دې صورت کې ورته بېخي ضروري دی څو د یادو ناروغیو په مقابل کې تندرست او چمتو و و اوسي .

څوک باید واکسین نشي؟

هغه څوک چې نشي کولی د کوویډ – 19 واکسینونو څخه ګټه پورته کړي ، لکه امېندوارې میرمنې ، څوک چې شدیده ساه لنډي ولري چې  اکسیجن او یا هم انهیلر ته اړ وي او همدارنګه د انټي بایوټیک ادویه جاتو سره احساسیت ولري نو په دې صورت کې یاد واکسینونه ورته نه توصیه  کېږي.

د واکسینونو احتمالي جانبي عوارض

د واکسین شوي کس د وجود په هغه برخه کې چې واکسین ورته تطبیق شوی وي، خفیف حساسیت،  درد، تودوالی، سور والی، خارش، پړسوب او یا هم د زرق نقطه کې شینوالی. همدارنګه په عمومي کې د نا خوښۍ احساس، د ستړیا احساس، د یخ او لړزې احساس او یا هم د خوا ګرځۍ احساس چې دا کومه مهمه موضوع نه بلکه دا  ستاسو د وجود د معافیت د لوړوالی لپاره یو مثبت حرکت بلل کیږي.

یادونه

د جانسن او ساینو فارم واکسینونو په مورد کې د روغتیا نړیواله اداره اټکل کوي چې جانسن فقط یو ډوز او د ساینوفارم واکسین د دوه ډوزونو تطبیق د 4 اونیو وقفې سره نږدې 79٪ پورې تاثیر لري. د دې واکسینونو په لګولو سره تاسو د COVID-19 د اخته کېدو احتمال کم کړئ. واکسین په لویه کچه تاسو د انفیکشن او روغتون کې بستر کیدو څخه ساتي. یاد واکسینونه شاوخوا 90٪ د شدید ډول کرونا او مړینې مخه نیسي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د کرونا واکسین اوس مهال د کوویډ – 19 ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو مؤثره لاره بلل کېږي.

د پام وړ!

مخکې له دې چې خدای مه کړه ستاسو سالم وجود د دې ناوړه وېروس ښکار شي او تاسو د روغتیا له لوی نعمت څخه بې برخې شئ، د دیوان بیګي کلینیک په ګډون په هر کلینیک کې د دې ګټورو واکسینونو څخه په وړیا توګه ګټه پورته کړئ.

لیکنه: واکسیناتور رحمت الله فضلي

په دیوان‌بیګي کلینک کې د کرونا واکسین تطبیق کوونکی واکسیناتور رحمت الله فضلی

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top