خوارځواکي څه ده او څنګه منځ ته راځي؟
خوارځواکي د هغو ناروغیو او نښو نښانو ټولګې ته ویل کېږي، چې په وجود کې د خوراکي توکو له کمښت څخه انسان ته پیدا کېږي. په ساده ډول ویلی شو، چې زموږ وجود خپله انرژي له خوراکي توکو څخه لاسته راوړي، نو کله چې وجود ته مناسب خوراکي توکي ونه رسېږي انسان خوارځواکی کېږي.
د راپورونو له مخې ملګري ملتونه وایي، چې و چکالي او خوارځواکي په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان او نیم میلیون (۵۰۰،۰۰۰) امېندواره میندې له خطر سره مخ کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل وروستي کلني راپور کې، چې د غویي د میاشتې په ۳۱ مه نېټه خپور شو ویلي، چې په افغانستان کې لا هم د تغذیې وضعیت په خطرناک حالت کې دی.
د دغې ادارې په وینا روان تاوتریخوالی، اساسي خدمتونو ته نه لاسرسی او د طبیعي پېښو اغېز د ټولنې زیانمنتیا لا ډېره کړې ده او د سختې خوارځواکۍ کچه یې لوړه کړې ده. دغه سازمان ویلي؛ چې په وروستیو کلنو کې د باران کم اورښت د خوړو او د څښاک وړ اوبو کموالی په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د ډېرېدلو لامل شوی دی.
د یاد بنسټ د اټکل له مخې په کلني ډول دوه میلیونه، تر پینځو کلونو کم عمره ماشومان او شاوخوا ۸۴۵ زره امېندواره او شیدې ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ اغېزمنې شوې دي؛ ۷۵ سلنه خوارځواکه ماشومان په ۲۲ ولایتونو کې دي، چې لومړيتوب لري. تر ۵ کلنو کم عمره ماشومان، امېندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې په دې برخه کې د ټولنې ډېر زیان منونکې بلل شوي دي. شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان، چې ۲۹ سلنه کېږي، په شدیدې (حاد) خوارځواکۍ اخته دي.
یاد بنسټ زیاته کړې، چې د خوراک د خونديتوب نشتوالی د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د زیانمنېدلو لامل کېدای شي، آن پخوانۍ ناروغي بیا راګرځوي. د دوی په خبره دا ستونزه کولای شي، د ماشومانو په راتلونکي او د دوی په بدني او ذهني وده باندې ناوړه اغېزه وکړي.
خوارځواکي په ماشومانو څه اغېزه کوي؟
- په ماشومانو کې د لویانو په پرتله خوارځواکي ډېره تر سترګو کېږي، ځکه چې د ماشومانو د وجود مقاومت ټیټ او د وجود دفاعي سیستم یې کمزوری وي.
- خوارځواکي د نورو ستونزو تر څنګ د ماشوم دماغ ته هم زیان رسوي.
- په خوارځواکۍ باندې اخته ماشومانو، د وجود نور غړي هم وده نه کوي.
- په خوارخواکۍ اخته ماشومانو دماغ له ودې پاتې کېږي، چې بیا وروسته د عصبي ستونزو لامل ګرځي.
- د ماشومانو خوارځواکي خطرناکه ده، ځکه چې د هغوی د وجود مقاومت ټیټ او په نتیجه کې ژر ناروغېږي.
- په خوارځواکۍ اخته ماشومان د نورو ستونزو تر څنګ ډېر ډنګر او د پړسوب ستونزه ورته پیدا کېږي، دغه ډول خوارځواکي ماشومان له ذهني او عصبي ستونزو سره هم مخ کوي.
د خوارځواکه ماشومانو لپاره د مور د شیدو ګټې
- د مور شیدې د پروتین، قند، ویټامینونو او منرالي موادو لرونکې دي، چې په تغذیه کې مهم رول لري.
- هغه ماشومان چې د مور په شیدو تغذیه کېږي، د وجود مقاومت یې لوړ او له خوارځواکۍ څخه خوندي پاتې کېدای شي.
- که چېرې ماشوم ته د مور شیدو تر څنګ نور ګټور خواړه هم ورکړل شي، نو ماشوم به لاقوي او غښتلی شي.
- میندې کولای شي، چې ماشومانو ته لږ تر لږه تر دوه کلنو پوره خپلې شیدې ورکړي او له ۶ میاشتو وروسته د شیدو تر څنګ نور ګټور خواړه هم ورکړي، چې په دې ډول یې ماشوم له خوارځواکۍ څخه ژغورل کېږي.
د دېوانبیګي کلینیک د خوارځواکۍ څانګه
د خوارځواکۍ پروګرام د دېوانبیګي په کلینیک کې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې پیل شوی دی، چې اوس هم دوام لري. د یادونې وړ ده، چې د دغه پروګرام په پیلېدلو سره تر اوسه پورې په سلګونه میندې او ماشومان د روغتیا خاوندان شوي او نوموړی پروګرام د خوارځواکه ناروغانو د رضایت لامل ګرځېدلی دی.
په دې پروګرام کې هغه امېندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې شاملېږي، چې وزن یې له ۴۵ کېلوګرامه کم او د بازو قطر یې له ۲۳ سانتي مترو څخه کم وي او همدارنګه هغه ماشومان چې عمر یې له ۶ میاشتو نه تر ۲ کلنۍ پورې وي، د WHO د جدول پر اساس قد او وزن یې کتل کېږي. کله چې د دې جدول پر اساس ماشوم خوارځواکه او مستحق وپېژندل شي، نو بیا د دېوانبیګي کلینیک د خوارځواکۍ په پروګرام کې راجستر او د خوارځواکۍ مواد ورکول کېږي.
د دېوانبیګي کلینیک د خوارځواکۍ پروګرام په دوه ځانګړو برخو کې بېوزلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي:
- بېوزلو او خوارځواکو ماشومانو ته د خوارکي توکو وېش؛
- خوارځواکه شیدو ورکوونکو میندو او امېندوارو مېرمنو ته د خوارځواکۍ خوراکي توکو وېش.
د خوارځواکۍ د خوراکي توکو او درملو د وېش پروسه
د کورنۍ هغه مسوولین (مور و پلار) چې نه شي کولای، خپلو خوارځواکه ماشومانو او شیدو ورکوونکو میندو او امېندوارو مېرمنو ته په بازار کې د کمزوري اقتصاد له امله خواړه او لازم درمل برابر کړي، د دېوانبیګي کلینیک خوارځواکۍ څانګې ته د راتګ او د لازمې څېړنې ارزونې وروسته د خوارځواکۍ په پروګرام کې شاملېږي. مستحقو خوارځواکه ماشومانو، امېندواره مېرمنو او شیدې ورکوونکو میندو ته د خوارځواکۍ مواد چې په لاندې ډول دي، په وړیا ډول وېشل کېږي:
- خوارځواکه شیدو ورکوونکو میندو او امېندواره مېرمنو ته غوړي، بوره، لوبیا، نخود، اوړه، مالګه او PREGnol Multivitamin گولۍ
- خوارځواکه ماشومانو ته دوه ډوله شیدې او ویټامینونه لکه:
- NIDO Forti Grow شیدې
- Sunny Baby شیدې
- ویټامین A او D
نوټ: دا مواد او درمل هره میاشت یو ځل د خوارځواکۍ په پروګرام کې راجستر شویو میندو او ماشومانو ته وېشل کېږي، چې د دغو وړیا خدمتونو له پروسې څخه د دېوانبیګي او لرو پرتو سیمو بېوزله خلک بشپړ معلومات لري او د خدمتونو یاده لړۍ دوام لري.