بنسټیز ژوند ملاتړ

ډاکتر زلال احمد د محمد رحیم زوي د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکي په ۲۰۱۲ م کال کې د کابل طبي پوهنتون څخه فارغ شوی او په وزیر اکبرخان روغتون کې د اورتوپیدۍ په څانګه کې یې تخصص تر سره کړی دی.

همدارنګه د دیوان بیګی په کلینیک کې د اورتوپیدي په څانګه کې په هفته کې یوه ورځ د ناروغانو په چوپړ کې و چې ټول ناروغان یې د تداوئ څخه خوښ وو. اوس مهال په آلمان کې Zentral Klinik Bad Berka په روغتون کې د اورتوپېدي په څانګه کې مؤظف دی.

ډاکتر زلال احمد د چهارشنبې په ورځ ۱۶-۱۲-۲۰۲۰ د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسونل یوه ډېره مهمه موضوع BLS په باره کې معلومات وړاندې کړل.

BLS د هغه مرستو څخه عبارت دی چې د ژوند تهدیدونکو حالاتو لپاره په کار وړل کېږي تر څو ناروغ یوه روغتیایي مرکز ته ورسېږي درې برابره د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي.

که چېرته یو کس په لاره کې پروت وي اول باید غږ پرې وکړو که چېرته يې د غږ سره ځواب ور نه کړ په لاس یې تنبه کړو او په عاجله توګه د مرستې نارې ووهو تر څو د نورو څخه کمک وغواړو د امبولانس شمېرو ته زنګ ووهو او هم به ناروغ وګورو چې تنفس او نبض لري او که نه لري که یې نبض نه درلود په عاجله توګه به Chest Compression او د خولې په واسطه تنفس ورکوو، همدا رنګه د کلینیک ټول پرسونل ته یې په عملي توګه وروښود.

د کلینیک پرسونل چې په ترېنیګ کې یې ګډون کړی و نومونه يې په لاندې ډول دي.

ډاکتر عبدالوارث صافی، ډاکتر فرشته ظاهري، ډاکتر صفي الله، احمد الله، مقبل، محمد یونس، احسان الله، لطیفه، مرضیه، سمیرا، مهاجره سورګل او خالد.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top