ډاکتر ګل محمد هاشمي د عبدالحبیب زوي د وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکۍ په (۲۰۱۰)م کال کې د کندهار پوهنتون څخه فارغ شوی دی اوس مهال د میدان وردګو ولایت په ولایتي روغتون کې د داخلې په څانګه کې د متخصص په حیث دنده لري او همدارنګه د مازدیګر لخوا د دیوان بیګی په کلینیک کې د داخلې متخصص په توګه هم دنده تر سره کوي.
ډاکتر ګل محمد د چهارشنبه په ورځ د (۰۹-۱۲-۲۰۲۰) تاریخ د دیوان بیګی کلینیک اي سي جي او ام آی صحي پرسونل ته داسې تشریح کړه چې د ای سي جي لنډیزElectrocardiogram) ( یا Electrocardiograph او په ځینو هېوادونو کې د EKG لنډیز هم کاریږی.
ECG د ناروغ کلینیکي تشخیص په بنسټیزه توګه داسې شواهد برابروي چې تشخیص ځواکمنوي او په ځینو پېښو کې د ناروغ د څارنې لپاره یواځینۍ لار ده.
ECG د زړه نامنظم رېتم، د سینې دردونه، د زړه د احتشا په تشخیص کې او همدارنګه د ترومبو لایتیک درملو د ښه کارولو لپاره مرسته کوي او هم یې د کلینیک صحي پرسونل ته د ECG اخستل په عملي توګه وروښودل.
ام آی چې د زړه د عضلې احتشا یوه عاجله ناروغي ده چې ناروغ باید په عاجله توګه روغتون ته ورسول شي تر څو یې ډاکتران معاینات تر سره کړي او په عاجله توګه یې تشخیص او درملنه وکړي.
د دیوان بیګی کلینیک صحي پرسونل چې ترېننګ کې ونډه اخستې وه نومونه یې په لاندې ډول دي.
ډاکتر عبدالوارث، ډاکتر فرشته، ډاکتر صفي الله، احمدالله، مقبل، مهارجره، احسان الله، محمد یونس، مرضیه، لطیفه، سمیرا او رقیبه.