ایا لوړ فشار لرئ؟

              که ستاسو ځواب هو وي نو هر څومره ژر چې کولی شئ د هغه په وړاندې اقدام وکرئ. د درملو استعمالول یوازینۍ د حل لاره نده بلکي په طبیعي ډول هم کولی شو چې د وینې لوړ فشار تر یو مناسب حد پورې ټیټ وساتو.

              کله مو چې د بدن وزن  زیات وي، په منظم ډول الکول استعمالوی او یا ډېر کم فزیکي فعالیت کوی نو بیا د تعجب وړ خبره نده چې تاسو د وینې لوړ فشار لرئ. د وینې لوړ فشار د څو کلونو په ترڅ کې جوړېږي او معمولا پرته د کومې نښې څخه وي. اما پرته له علایمو هم کېدای چې د بدن نورو غړو ته زیان ورسوي، لکه زړه، مغز او پښتورگو ته له همدې کبله په موقع تشخیص ډېر مهم دی. د وینې د لوړ فشار درملنه د دوا او د ژوند په چارو کې د یو سالم بدلون په راوستلو  ترسره کېږي. که چېری دا ناروغي تداوي نه شي، د نورو ناروغیو لکه مغزي سکته،  د زړه حمله او د زړه د عدم کفایه سبب کېدلی شي.

              د لوړ فشارتعریف

              د شریاني وینې د فشار هغه اندازه لوړوالی چې د حیاتي اعضاوو د تخریب د خطر د زیاتېدو لامل شي. یا په بل عبارت د وینې د فشار هغه اندازه لوړوالی چې د سترګو شبکې، دماغ، زړه او پښتورګو د رگونو د آفاتو خطر زیات کړي، لوړ فشار بلل کېږي.

              د وینې د لوړ فشار ډولونه

              • Essential HTN  ضروري لوړ فشار
              • د دې ډول فشار پنځه نوي سلنه علت نه دی معلوم (نارینه نظر ښځینه وو ته ډېر پرې اخته کېږي، ځینې کورنۍ د وینې د فشار د لوړېدو تاریخچه لري، تور پوستي نظر سپین پوستو ته ډېر پرې اخته کېږي.)
                • Secondary HTN ثانوي لوړ فشار

              کله چې د وینې لوړ فشار علت معلوم وي، ثانويلوړ فشاربلل کېږي.

              د وینې د فشار مرحلې: stages of hypertension

              Normal blood pressure   (د وینې نورمال فشار)BP>  120/80 mm Hg
              Elevated blood pressure   (د وینې لوړ فشار)120-129/<80  mm Hg
              Stage 1 high blood pressure  (لومړی سټېج لوړ فشار)130- 139/80 -89 mm Hg
              Stage 2 high blood pressure  (دوهم سټېج لوړ فشار)>140/90
              Hypertensive crises  (بحراني لوړ فشار)>180/120

              Hypertensive crisis (بحراني لوړ فشار)

              1. Hypertensive Urgency

               کله چې د وینې  فشار لوړېږي یعنې له mmHg ۱۱۰/۱۸۰ څخه زیات شي ولې د بدن حیاتي غړي سالم وي، فشار د څو ساعتونو په جریان کې باید کم شي.  

              1. Hypertensive Emergency  (عاجل لوړ فشار)

               کله چې  فشار ډېر لوړ شي او د بدن حیاتي غړي متضرر کړي نو فشار باید په یو ساعت کې کنټرول شي.

              حیاتي اعضاء متضرر کېدل یعنې(شعوري حالت تغییرېدل Confusion ، په دماغ کې خونرېزي(Stroke) ، د سینې درد، د زړه عدم کفایه، په سږو کې اوبه جمع کېدل  PE او د زړه سکته).

              د خطر فکتورونه Risk Factors

              لاندې فکتورونه د فشار په لوړېدو کې رول لري:

              • لوړ عمر درلودل؛
                • نژاد؛
                • زیات وزن درلودل؛
                • سگرټ څکول؛
                • په خوړو کې ډېره مالگه استعمالول؛
                • د پوتاشیم کم استعمالول؛
                • د فزیکي فعالیت  کموالی یا نه موجودیت؛
                • روحي فشارونه؛
                • د لوړ فشار فامیلي تاریخچه.

              د وینې د لوړ فشار علتونه

              کوم عوامل د لوړ فشار سبب کېږي؟

              انسان څو ډوله لوړ فشار لري چې هر یو یې جلا جلا  عوامل لري لکه:

              1. ابتدایي لوړ فشار  Primary or Essential  Hypertension

              اولیه لوړ فشار ته اساسي او لوړ فشار هم ویل کېږي، د دې فشار ۹۵ سلنه علت نامعلوم دی. چې دا ډول فشار دکوم ځانګړي دلیل څخه پرته واقع کېږي او اکثریت وګړي پدې ډول فشار اخته کېږی. څېړونکي تر اوسه  په هغو میکانیزمونو چې په  تدریجی ډول د فشار د لوړېدو سبب کېږی، نه پوهېږي. ممکن یوه مجموعه د عواملو په دې لړ کې رول و لري، دا عوامل په لاندې ډول دي:

              • ارثي عوامل: ځینې افراد له ارثي یا ژنیتیکي پلوه په لوړ فشار اخته کېدلو ته تیار دي.
                • فزیکي تغییرات: ځینې وختونه په بدن کې د یو شي تغییر په ټول بدن کې د ستونزو سبب کېږي. مثلا لوړ فشار یو له دې ستونزو څخه دی. د عمر په زیاتېدو سره د پښتورګو دنده په بدن کې د مالګو او اوبو د تعادل د تغییرېدو لامل ګرځي او دا تغییر د لوړ فشار د رامنځته کېدو سبب کېږي.
              • چاپېریال:  د نا سالم ژوند کولو روش لکه فزیکي فعالیت نه درلودل او د خوړو ضعیف  رژیم هم کولی شي د وخت په تېرېدو سره  بدن تر تاثیر لاندی ونیسي، چې بعضې د ژوند روشونه د وزن د زیاتېدو علت ګرځي او د وزن زیاتېدل د لوړ فشار سبب کېږي.
              • ثانوي لوړ فشار Secondary Hypertension: دغه ډول فشار ژر واقع کېږي او د ابتدایي فشار څخه شدید وي، ځینې ناروغۍ چې د ثانوي فشار سبب کېږي، په لاندی ډول دي:
                • د پښتورګو ناروغي؛
                • د پښتورګو اوږدمهاله انتانات؛
                • په خوب کې د تنفس بندښت؛
                • د زړه ولادي ناروغۍ؛
                • ځینې هورموني ناروغۍ؛
                • د تایروید د غدې مشکلات؛
                • د دواگانو جانبي عوارض؛
                • د مخدره موادو استعمال؛
                • د ادرینال غدې ناروغۍ؛
                • د غدو تومورونه؛
                • د شکرې ناروغۍ؛
              • ځینې درمل (Contraceptive Pills , Steroids, NSAID)؛
              • ځینې یوناني دواگانې.

              د وینې لوړ فشار څنګه تشخیص کېږي؟

              د لوړ فشار تشخیص د فشار په اندازه کولو سره صورت  مومي. ډاکتر په هرځل راتګ کې د وینې فشار جلا جلا  ګوري،که په کوم ځل ډاکتر ستاسو فشار و نه لیده، ورڅخه غوښتنه وکړئ چې ستاسو فشار هرو مرو وگوري.

              که چېرې ستاسو فشار لوړ وي نو ممکن ډاکتر په څو ورځو یا څو اونیو کې  ستاسو فشار څو ځله وگوري. په ندرت سره داسې شوي چې ډاکتر په یو وار د فشار په اندازه کولو سره د لوړ فشار تشخیص و کړي.

              د وینې لوړ فشار کومې نښې نښانې نه لري، د لوړ فشار تشخیص یوازې د اړوند ډاکتر په واسطه  وروسته د فشار د کتلو څخه کېدای شي. البته د یو یا دوه  ځلو څخه زیات په جلا جلا ملاقات سره باید مخکې له تشخیص څخه فشار و کتل شي.که چېرې د وینې فشار په دې ملاقاتونو کې لوړ وي بیا نو لوړ فشار بلل کېږي.

              کوم کسان  د وینې د لوړ فشار له خطر سره مخامخ دي؟

              • عمر: د عمر  په زیاتېدو سره د لوړ فشار خطر زیاتېږي؛
                • ·       نژاد/قومیت: لوړ فشار په امریکایي افریقایانو کې زیات دی؛
                • ·       وزن: په هغو کسانو کې چې وزن یې زیات وي یا چاغ وي، لوړ فشار یې زیات وي؛
                • ·       جنس: د  پنځه پنځوس کلونو څخه مخکې نارینه نظر ښځینه وو ته زیات په لوړ فشار اخته کېږي او د لوړ فشار په اخته کېدو یې احتمال زیات وي. خو د پنځه پنځوس کلونو څخه وروسته ښځینه  نظر نارینه وو ته زیات په لوړ فشار  اخته کېږي.
                • ·       فامیلي تاریخچه: که چېرې د لوړ فشار فامیلي تاریخچه موجوده وي، د لوړ فشار  خطر ورسره موجود وي؛
                • ·       د ژوند کولو روش: د ژوند کولو ځینې عادتونه د لوړ فشار د پیدا کېدو سبب ګرځي لکه

               (ډېره مالگه خوړل، د پوتاسیم کم خوړل، د فزیکي فعالیت نه درلودل، سگرټ څکول او نارامه یا ناکافي خوب).

              د لوړ فشار نښې نښانې

              • په عمومي توګه د وینې لوړ فشار یوه خاموشه  ناروغي ده، ډېری کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي، هېڅ ډول نښې نښانې نه لري. ممکن چې د دې ناروغۍ د نښو تر ښکاره کېدو پورې څو کلونه تېر شي. حتی په دې وخت کې هم ممکن چې د دې علایمو نسبت په نورو دلایلو پورې وتړل شي. لوړ فشار کومې خاصې نښې نه لري ځکه چې ناروغان نه پوهېږي چې دوی لوړ فشار لري که نه، مګر دا چې فشار یې ډېر لوړ شي.

              د ډېرلوړ فشار نښې نښانې ممکن په لاندې ډول وي:

              • سر دردي؛
                • نفس تنګي؛
                • د پوزې وینې کېدل؛
                • سر ګېچي په  تدریجي ډول؛
                • د زړه د حرکاتو بې نظمي؛
                • د ساه ایستلو مشکل؛
                • د سینې د قفس درد؛
                • په لیدلو او ځیر کې تغیرات راتلل؛
                • په ادرار کې وینه پيدا کېدل.

              دا علایم طبي فوري مراقبت ته اړتیا لري، دا علایم د لوړ فشار په ټولو ناروغانو کې منځته نه راځي، اما د دې علایمو رامنځته  کېدو ته د انتظار په کولو سره ممکن د مرگ سبب شي.

              پدې ناروغۍ د اخته کېدو د پوهېدلو غوره لار د فشار منظم معاینه کول دي او اکثراً په هر ملاقات کې د وینې فشار اندازه کېږي همدارنګه په کلني چک اپ کې د وینې فشار اندازه کېږي.که چېرې فامیلي سابقه د لوړ فشار یا د زړه د ناروغۍ یا د لوړ فشار د پیدا کېدو فکتورونه ولري، نو ممکن ستاسو ډاکتر تاسو ته په کال کې دوه ځلې د وینې د فشار د معاینه کولو تو صیه وکړي. دا کار تاسو او ستاسو له ډاکتر سره مرسته کوي چې په دې ناروغۍ باندې د اخته کېدو څخه ژر خبرېږي.

              د لوړ فشار اخطلاطات

              که لوړ فشار تداوي نه شي، نو د لاندې اخطلاطاتو لامل کېږي:

              • مغزي سکته؛
                • د زړه حمله؛
                • د زړه عدم کفایه؛
                • د زړه د حرکاتو بې نظمي؛
                • د پښتورګو د کاره لوېدل؛
                • د سترګو ستونزې؛
                • د حافظې او هېرېدلو  مشکل.

              د وینې د فشار د کنټرول لس مرستندویه طریقې

              د ژوندکولو په عاداتو کې یو سالم تغییر د لوړ فشار په راټیټولو کې خورا زیات ارزښت لري، دلته ځینې کورنۍ حل لارې بیان کېږي چې ستاسو پاملرنه ورته را اړوو:

              1. د وزن کمول

              که چېرې ستاسو وزن ډېر وي، کوښښ وکړئ چې خپل وزن د غذایي رژیم په تطبیق او د فزیکي فعالیت په وسیله سره د لوړ فشار په ښکته کولو کې مرسته وکړئ. ځینی وخت د وزن په زیاتېدو سره هم فشار لوړېږی. زیات وزن په خوب کې د تنفس کولو  یا (Sleep Apnea) د مشکل سبب کېږي چې د فشار د لوړېدو لامل کېږي.

              • د ملا اندازه مهمه ده، د ملا د اندازې زیاتوالی د لوړ فشار د پیدا کېدو  یو فکتور دی؛
                • د نارینه وو د ملا اندازه چې له ۴۰ انچ څخه زیاته  وي، د لوړ فشار د پیدا کېدو خطر ورسره پیدا کېږي؛
                • د ښځینه وو د ملا اندازه چې له  ۳۵ انچ څخه زیاته وي، د لوړ فشار د پیدا کېدو خطر ورسره پیدا کېږي.

              2. منظم سپورت کول

              زیات بدني فعالیت یا سپورت کول د وزن د کمېدو لامل ګرځي. سربېره پر دې چې ورزش وزن کموي،  د سترس یا خپګان د کمولو، د فشار د کمولو  او د قلبي وعایې سیستم  د تقویت سبب ګرځي. په اونۍ کې ۱۵۰دقیقې سپک سپورت کول یا په اونۍ کی پنځه ورځې هره ورځ ۳۰ دقیقې سپورت کول ضروري دی.

              که لوړ فشار لرئ، نو په اونۍ کې ۱۵۰ دقیقې یا په ورځ کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې  منظم سپورت وکړئ چې پدې سره ستاسو  فشار (۵-۸ mmHg) را ټیټېږی.  که سپورت پرېږدئ، ستاسو فشار بیا لوړېږي.

              که فشار و نه لری هم په سپورت کولو سره د لوړ فشار د رامنځته کېدو خطر کمېږی، خو که فشار ولرئ، منظم سپورت کول د لوړ فشار د راټیټېدو لامل کېږي. د مثال په ډول بایسکل سواري، لامبو وهل، قدم وهل، فوټبال کول او داسې نور.

              3. صحي او مناسبه غذا خوړل

              د خوړو سالم رژیم د لوړ فشار په راښکته کېدو او د لوړ فشار څخه د را پیدا شویو ستونزو په کنټرول کې ډېر زیات ارزښت لري. دا ستونزې عبارت دي له دماغي سکتې، د زړه حمله او د زړه عدم کفایه. د خوړو سالم رژیم په لاندې خوړو ټینګار کوي.

              1. مېوه جات؛
              2. سبزیجات؛
              3. غله جات؛
              4. کم غوړ پروټینونه لکه د کب غوښه.

              هغه خواړه چې حبوبات، مېوه جات، سبزیجات اوکم غوړ وي، په خوړلو سره که د وینې لوړ فشار ولري ۱۱ mm Hg فشار راټیټوي.

              د خوړو مناسب رژیم په لوړ فشار د اخته کسانو لپاره:

              دلوړ فشار د تداوي او د لوړ فشار څخه د احتمالي جانبي عوارضو څخه د مخنیوي په خاطر ساده ترینه لاره ستاسو غذایي رژیم دی. هغه څه چې تاسو خورئ، ستاسو د لوړ فشار په کمولو کې ډېر رول لري. 

              دلته د غذایي رژیم ځینې عامې  توصیې  په لوړ فشار باندې د اخته کسانو لپاره مطرح کېږي.

              په کمه اندازه غوښه او زیاته اندازه سبزي مصرفول

              د سبزیجاتو استعمال، د فایبر د زیاتېدو، د سوډیم او نامشبوع غوړو د کمښت سبب کېږی. همدارنګه د میوو، پاڼې لرونکو سبزیجاتو او د سبوس لرونکو غله جاتو استعمال زیات کړئ. د غوښې پر ځای کم غوړ لرونکي سالم  پروټینونه لکه د کب او چرګانو له غوښو څخه په مناسبه توګه استفاده وکړئ.

              د مالګې کمول

              په لوړ فشار اخته کسان یا هغه کسان چې د زړه په ناروغیو د اخته کېدو په خطر کې وي، دوی ته لازمه ده چې د خپل ورځني سوډیم مصرف د۱۵۰۰ او ۲۳۰۰ میلي ګرام تر منځ و ساتي. معمولأ د سوډیم د کمولو بهترینه لاره د خوړو تازه پخول دي. د هوټلونو او تیار شوو خوړو څخه دې ډډه و شي، ځکه دغه ډول خواړه معمولا مالګه یا سوډیم زیات لري.

              د شېریني جاتو مصرف حد اقل ته رسول

              قندي خواړه لوړه اندازه کالوري لري، خو غذایي ارزښت یې کم دی.که چېرې شیریني غواړئ، نو کوښښ وکړئ چې تازه مېوه مصرف کړئ.

              4. په خوړو کې د مالګې کمول

              • که لوړ قشار ولرئ، د مالګې په کمولو سره د وینې فشار ۵-۶ mmHg  را ښکته کېږي؛
                • د مالګې مناسبه اندازه ۱۵۰۰ میلي گرامه په ورځ کې ده.
                • د الکولو له استعمال څخه ډډه کول: د الکول له استعمال څخه باید ډډه وشي ځکه چې الکول په خپل ذات کې د فشار د لوړېدو سبب کېږي.
                • د سګرټ بندول: که چېرې تاسو د سګرټ د څکولو عمل لرئ، نو کوښښ وکړئ چې هغه ترک کړئ. د تنباکو په دود کې کېمیاوي مواد دي چې د وجود انساجو ته ضرر رسوي او د وینې د رګونو د جدار د سخت کېدو سبب کېږي، چې دا کار د وینې فشار لوړوي. باید وویل شي چې د هر سگرټ له ختمېدو څخه وروسته د څو دقیقو لپاره د وینې فشار لوړېږي.
                • د سگرټ په بندولو سره د انسان د وینې فشار بېرته نورمال حد ته راځي او د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کېږي. د دې خبرې یادول ضروري دي چې په مجموع کې سګرټ بندول صحت ته ګټور دي.

              5. د قهوې  نه استعمالول

              • هغه کسان چې کله کله قهوه استعمالوي، که یې د وینې فشار و کتل شي، ۱۰ mmHg لوړېږي، خو کوم کسان چې په منظم ډول قهوه خوري، پر دوی لږ اندازه یا هېڅ اثر نه کوي.
                • که د قهوې له خوړولو څخه ۳۰ دقیقې وروسته د انسان فشار وکتل شي او د وینې فشار له ۵-۱۰ mmHg  اندازې پورې لوړ وي، نو دغه انسان د قهوې په مقابل کې حساس دی باید په خوراک کې یې تجدید نظر وکړي.

              6. د روحي فشارونو کمول

              ورزش کول د سترس یا د روحي فشارونو د کمولو او مدېریت لپاره مناسبه لاره بلل کېږی. ځینی نور فعالیتونه هم موثر واقع کېدی شی. په کافي اندازه خوب کول هم د سترس په کمولو کې مرسته کوي.

              مزمن روحي فشارونه  د وینې د فشار د لوړېدو سبب کېږي. فکر وکړئ چې کوم شیان د انسان د سترس او روحي فشارونو سبب کېږي، باید له هغه سره په مثبت انداز چلند و شي، څو دغه ډول فشارونه کم شي. د روحي فشار د کمولو په خاطر کولی شی چې له ملګرو سره وخت تېر کړی، میلې ته لاړ شی، په سالمو تفریحي سرګرمیو ځان بوخت کړئ، د خپلوانو کورونو ته د پوښتنې لپاره ولاړ شئ او داسې نور.

              7. په خپل کور کې د فشار معاینه کول او له معالج ډاکتر سره منظم کتل.

              8. د فامیل  د غړو او ملگرو حمایت لاسته راوړل.

              د لوړ فشار څخه مخنیوی

              که چېرې د لوړ فشار د خطر فکتورونه  په تاسو کې لیدل کېږي، نو کولی شئ چې د خطر د کمولو او ناوړه عوارضو د کمولو په موخه یې لازم اقدامات وکړئ.

              سالم خواړه مو په خپل غذایي رژیم کې اضافه کړئ، په کرار کرار د سبزیجاتو مصرف پیل کړئ، پر دې سربېره د مېوه جاتو مصرف هم پیل او د قندي غذایي خوړو مصرف بېخي کم کړئ.

              د سګرټ د استعمال څخه په هراړخیزه توګه ډډه وکړئ او الکولي مشروبات مه استعمالوئ. سپورت کول مو د ورځني ژوند معمول و ګرځوئ، د روحي فشارونو څخه ځان و ساتئ او خپل ځان مو سالم، خوشحاله او په مثبت انداز کې و ساتئ. پر دې سربېره مو خوب آرامه او په کافي اندازه کړئ او په هر کال کی یو یا دوه ځلې خپل فشار چک کړئ.

              محمد الیاس وردک

              د طب پوهنځی د وروستي کال محصل او دیوان بیګي کلینیک کې ستاژر

              Leave a Comment

              ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

              Scroll to Top